دخپریدو نیټه :جمعه ۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 287702
په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان په صادراتو کې ۶ سلنه کموالی راغلی
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې افغانستان د یو میلیارد او ۸۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه کموالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ د حمل په دویمه نیټه په ایکس پاڼه کې د یوه ویډیوی پیغام په خپرولو سره د افغانستان د صادراتو په برخه کې په تیر هجري لمریز کال کې توضیحات ورکړل.
 
هغه وویل: افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ۱ میلیارد او ۸۱۱ میلیونه ډالره صادرات کړي چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه کموالی ښيي. تر ټولو مهم لامل یې د ډبرو سکرو په صادراتو کې د پام وړ کموالی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د افغانستان ډېرى صادراتي توکي پنبه، وچ انځر، مميزو، شين بوټي، پياز، انګور، مڼې او زعفران دي، چې د پاکستان، هند، ايران او متحده عربي اماراتو په ګډون يو شمېر هېوادونو ته صادر شوي دي. 
https://avapress.com/vdcbgzb55rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته