افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي، افغانستان سل په سلو کې پر کوم ګاونډی هېواد متکي نه دی.
د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد ډېرى صادرات او واردات د ايران د چابهار بندر له لارې کېږي.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړه: «هغه پالیسي چې موږ لرو د اقتصاد پر بنسټ پالیسي ده. موږ د مختلفو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړې.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، چې ډېری توکي د ایران د بندرونو له لارې صادر او واردېږي.
د سوداګرۍ خونه زیاته کړه چې غواړي له پاکستان څخه صادرات او واردات کم کړي.
دغې خونې له سوداګرو وغوښتل چې د هغو بندرونو له لارې چې زیاتې اسانتیاوې ولري د توکو وارد او صادر کړي.
په همدې حال کې پاکستان تل د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې جوړوي.
د اقتصاد وزارت چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې د نویو ترانزیتي لارو په لټه کې دي څو د صادراتو او وارداتو په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوسي.