افغان غږ خبری آژانس: د جيو نيوز د راپور له مخې، د ليکي ماروت په ښار کې د پوليسو يو افسر هغه مهال له خپل ساتونکي سره ووژل شو چې د هغوى پر موټر بريد وشو.
په دغه برید کې یو بل پولیس هم ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
په يوه بله پېښه کې د جنوبي وزيرستان په سيمه کې د پوليو کمپاين د ارزونې پر ټيم وسله والو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې يو پوليس وژل شوی دی.
د پولیو د څارنې کارکونکي په دې برید کې ژوندي پاتې شوي دي.