افغان غږ خبری آژانس: د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین القسام اعلان کړی چې د غزې په جنوب خان یونس کښې د صهیونیسټ رژیم شپږ تنه جنګیالي وژل شوي دي.
د صهیونیسټ رژیم له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې د غزې د جنګ له پیل راهسې تراوسه د دغه رژیم څه دپاسه ۶۰۰ پوځیان وژل شوی دی .
دا په ۱۹۴۸ کال کې د دغه رژیم له جوړېدو راهیسې تر ټولو ناوړه زیان دی.