افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت نن چهار شنبه اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټی پوځیانو په عملیاتو کې ۴۶ فلسطینیان شهیدان او ۶۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د دغو شهیدانو په شمول د اکتوبر په اوه ویشتمه په غزې تړانګې د صهیونیسټی پوځیانو د تیری له پیل راهسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۳ زره ۱۳۷ او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۸۱۵ تنو ته رسیدلی دی.