افغان غږ خبری آژانس – کابل: د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کرنې او ملي چاپیریال وزارتونو د مسوولینو په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغې پروژې د تطبیق لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په زیاتولو ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د ټاپي پروژې رئیس د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د چارو د لا ښه او پر وخت د پرمخ بیولو په موخه د یوې باصلاحیته کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د څلورو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانیستل شوه.
د ټاپي د ګازو د نل لیکې ټول اوږدوالی یو زره اته سوه څوارلس کیلومتره دی او دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لیږدوي.
دا پایپ لاین د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او له ټولټال ۱۸۱۴ کیلومترو څخه ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېږي.
په افغانستان کې د ټاپي ګازو نل لیکه د هرات – کندهار له لویې لارې تیریږي او بیا د پاکستان له کویټې او ملتان څخه تیریږي او په پای کې د هند فاضلکا ښار ته رسیږي.
د دغې پروژې ټولیز لګښت دوه ویشت میلیارده پنځه سوه میلیونه ډالره دی.