افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر پرون دوشنبه (حمل ۲۰مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې هیڅ شخص یا شرکت ته یې د انلاین تبادله ته جواز نه ده صادر کړې او دا ډول کړنې د غیرقانوني دي.
دغه بانک ویلي چې په افغانستان کې د انلاین تبادلې فعالیت منع دی.
مرکزي بانک له هېوادوالو غوښتي چې په انلاین تبادله کې د راکړې ورکړې د خطرونو، زیانونو او مسوولیتونو له امله له دغو راکړو ورکړو ډډه وکړي.
دغه بانک ویلي چې د انلاین تبادلې د بندیدو موضوع یې د اسلامي امارت له کشفي او امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې دغه ډول راکړې ورکړې ترسره کوي.