دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 288636
په دوحه کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ د غړو د فاتحې په مراسمو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو ګډون
د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د دغه سفارت مشر او په دغه ښار کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر هم د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د حماس د مشر د اولادونو او لمسیانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دوحه کې د اسلامي امارت د سفارت رئیس ډاکټر محمد نعیم او همدا راز په دوحه کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر رئیس سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه اولادونو او لمسیانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د دغه سفارت په وینا، ظالم صهیونیسټی رژیم د چهارشنبې په ورځ د کوچنی اختر په لومړۍ ورځ د ښاغلی اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان ووژل. د غاصب صهیونیسټي رژیم له خوا د فلسطین په مظلوم ولس له پرله پسې بمباریو شپږ میاشتې تیرې شوې دي او تراوسه له سلو زرو زیات کسان چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي شهیدان او ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې د اسلامی امارت د خارجه چارو سرپرست وزیر اسماعیل هنیه سره په ټیلی فونی تماس کښې د صهیونیسټی رژیم په جنایت کښې د هغه د کورنیو د غړیو په شهادت خواشینی څرګنده کړې وه او ورته یې د جمیل صبر هیله کړې وه.

په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت رسمي اعلامیه هم خپره کړې ده.
https://avapress.com/vdcipvarqt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته