د اورګاډي ملي ادارې په روانه اونۍ کې د هرات – خواف، تورغونډۍ، اقينې او حيرتان د اورګاډي له لارې د څه باندې ۷۴ زره ټنه توکې د لیږدولو اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اورګاډي ملي اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د هرات – خواف، تورغونډۍ، اقینې او حيرتان اورګاډي له لارې څه باندې ۷۴ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. د روانې اونۍ په پیل کې د لومړي ځل لپاره له ایران څخه د اورګاډي کرښې له لارې افغان توکي ترکیې ته صادر شول.