دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۸
د مطلب کود : 34512
"د کابل د ککړې هوا د مخنیوي لپاره به جدي اقدامات وشي"
په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې باید چټک ګامونه اوچت شي او پولیس په دې برخه کې هر راز مرسته کوي.

د کورنیو چارو وزارت، د چاپیریال ساتنې ادارې او کابل ښاروالۍ وایي، چې په کابل ښار کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کیږي.

د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي پرون د کابل ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره په غونډه کې ویلي، چې په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې باید چټک ګامونه اوچت شي او پولیس په دې برخه کې هر راز مرسته کوي.

د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونه له ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ادارې سره په هماهنګۍ د موانعو د لرې کولو او په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره کار کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccipq1.2bq0s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته