دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 34789
پرخپلو لوڼو او زامنو زده کړه وکړي چې افغانستان دنورو له احتیاج څخه خلاص شي
د هېواد جمهوررئیس په سمنګانوکې د یو شمېر پروژو د سرته رسیدو له امله خوښي وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د دغه ولایت پر موجودو ستونزو باندې به دکابینې په غونډه کې خبرې وشي او د حل په باب به یې لازم تصمیم ونیول شي.
د سمنګانو ولایت یو شمېر مشرانو او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د آب کلي
د اوبو د بند پرجوړولو باندې ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، قومي مشرانو سید اقبال منیب
او امیر محمدخان د نورو په استازیتوب خبرې وکړي، د سړکونو او د کرنې لپاره د
اوبو د کمښت په برخه کې یې خپلې ستونزې او غوښتنې له جمهوررئیس سره مطرح او په
دغه ولایت کې یې د آب کلي د اوبو د بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا که د آب کلي د اوبو بند جوړ شی نو څلویښت زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او پنځه دیرش زره بزګران به د اوبو د نشتوالي له ستونزې څخه وژغورل شي.

دسمنګانو ولایت د خلکو استازو په دغه ولایت کې د بیا رغونې دکار پر چټکتیا باندې د ټینګار په ترڅ کې له حامدکرزي څخه وغوښتل چې د دغه ولایت کادرونو ته دې په بیلابیلو دولتي اداروکې دکارکولو زمینه برابره کړي.

د هېواد جمهوررئیس په سمنګانوکې د یو شمېر پروژو د سرته رسیدو له امله خوښي وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د دغه ولایت پر موجودو ستونزو باندې به دکابینې په غونډه کې خبرې وشي او د حل په باب به یې لازم تصمیم ونیول شي.

حامدکرزي همدا راز د سمنګانو ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه ولایت کادرونو ته به په دولتي ادارو کې دکار زمینه برابره کړي. خو له هغوی څخه یې په ټینګار سره وغوښتل چې پرخپلو لوڼو او زامنو زده کړه وکړي او ښوونځیو ته یې واستوي.
ده، وویل: افغانستان هغه مهال پر خپلو پښو دریدلی او پرمختګ کولای شي چې د لوړو زده کړو لرونکي او متخصص کادرونه ولري، له دې امله د خپلو لوڼو او زامنو زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړی ترڅو افغانستان په بیلابیلو برخوکې د نورو له احتیاج څخه خلاص شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3yap.t1a5v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته