دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 34851
که مشرف پاکستان ته راشي نو وبه نیول شي
د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وویل، چې مشرف به د دې هېواد هوایي ډګرته له رسیدو سره سم ونیول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، که د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف بیرته هېواد ته راستون شي نو به ونیول شي.

د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وویل، چې مشرف به د دې هېواد هوایي ډګرته له رسیدو سره سم ونیول شي.

مشرف پرون له دوبۍ څخه د ویډیویي اړیکې له لارې په کراچۍ کې خپلو زرګونو ملاتړو ته د وینا په ترڅ کې وویل، چې دی په پام کې لري چې د روانې میاشتې په پای کې بیرته پاکستان ته ستون شي، څو د ۲۰۱۳ کال د انتخاباتو لپاره د هغه له خوا د نوي تاسیس شوي سیاسي ګوند د ټول پاکستان مسلم لیګ ګوند د تیاریو چارې پرمخ یوسي.

پخوانی پوځي جنرال مشرف چې په ۱۹۹۹ کال کې د کودتا له لارې واک ته رسیدلی او د یوه پوځي دیکتاتور په توګه یې د دې هېواد واګې په لاس کې وې او وروسته د یوه ملکي ولسمشر په توګه راڅرګند شو، په ۲۰۰۸ کال کې له قدرته له لرې کیدو وروسته په بهر کې اوسي.

مشرف د پخوانۍ صدراعظمې بی نظیر بوتو د قتل د قضیې په شمول له یولړقضایي لانجو سره مخامخ دی.

نوموړی په دې تورن شوی چې په ۲۰۰۷ کال کې د بوتو له وژل کیدو دمخه یې د هغې لپاره لازم امنیت نه و نیولی.

د مشرف ویاند فواد چودري د پاکستان د کورنیو چارو د وزیروروستی ګواښ غندلی دی.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizvap.t1a5w26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته