دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 34963
په تهران کې دپوهنتون ښونکی په یوه ترهګر بریدکې ووژل شو
یوه موټرسیکل سوارد سپرلی په کوچنی موټر نښولی او بیا وروسته یې دتهران په سیدخندان واټ کې بم ته دچاودنې په ورکولوسره دموټر له سپرلیو څخه دمصطفی روشن په نامه دپوهنتون یو استاد وژلی اودوه کسان ټپیان شوي دي
نن سهار په تهران کې په یوه بمي چاودنه کې دپوهنتون ښونکی و وژل شو
دفارس خبری اژانس دراپور له مخې دغه بم یوه موټرسیکل سوارد سپرلی په کوچنی موټر نښولی او بیا وروسته یې دتهران په سیدخندان واټ کې بم ته دچاودنې په ورکولوسره دموټر له سپرلیو څخه دمصطفی روشن په نامه دپوهنتون یو استاد وژلی اودوه کسان ټپیان شوي دي
ویل کیږي چې مصطفی روشن دعلامه پوهنتون ښونکی او دتیلو دصنعت کارپوه ؤ
دتهران داورژانس دعمومي اړیکو مدیر حسن عباسي له خبریالانوسره په خبرو اترو کې ویلي چې په پيښه کې ټپي شوي کسان ددرملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي اوتردې دمه په دې اړه ډير جزیات نه دي په ډاګه شوي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1oq1.2bq0e8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته