دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 35334
حامدکرزي یو پلاوی موظف کړ چې په کنړ کې د ناټو ځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي
جمهوررئیس، پلاوي ته دنده سپارلې ده چې دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او د خپلو موندنو رپوټ دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په ولسي جرګه کې د کنړ ولایت د خلکو د استازي مولوی شهزاده شاهد په مشرۍ یو پلاوی موظف کړ چې د کنړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي چې ویل کیږي ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رپوټونو او د سیمې د خلکو د ادعا له مخې چې ګویا په دې وروستیوکې د کنړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د هوایي بمبارۍ له امله د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په شمول شپږتنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

جمهوررئیس، پلاوي ته دنده سپارلې ده چې دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او د خپلو موندنو رپوټ دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjmdm.w6dtmaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته