دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 35460
اروپايي اتحاديي د ایران په تیلو او مرکزي بانک له سوکه بندیزونوسره موافقه وکړه
دا په داسي حال کښې دي چې د موجودو خبرونو له مخې د اروپايي اتحاديي غړي هیوادونه د ورځي کابو څلورنیم لکه بیرله اومه تیل له ایران څخه واردوي او زیاتره اروپايي هیوادونه د ایران تیلو ته سخته اړتیا لري .
د فرانسي خبري اژانس د راپور له مخې د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا د اروپايي اتحاديي غړو هیوادونو استازو نن په بروکسل کښې په خپله غونډه کښې په ایران د دباؤ اچولو لپاره څو له سوله ایز اتومي پروګرام څخه لاس واخلي د ایران په مرکزي بانک اوتیلو د بندیزونو له سوکه سوکه لګیدلو سره موافقه وکړه چې د اروپايي اتحاديي د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې به په رسمي ډول تائید شي .

ددغه خبر له مخې د دغه موافقې له مخې له دې وروسته اروپايي اتحادیه له ایران سره له تیلي تړونه منع کړاي شوي ده او د ایر ان او دغې اتحادیې تر مینځ درست تیلې تړونونه به د جولاي تر پایه پورې لغوه شي .

دا په داسي حال کښې دي چې د موجودو خبرونو له مخې د اروپايي اتحاديي غړي هیوادونه د ورځي کابو څلورنیم لکه بیرله اومه تیل له ایران څخه واردوي او زیاتره اروپايي هیوادونه د ایران تیلو ته سخته اړتیا لري .

دا په داسي حال کښې دي چې اروپا سخته پوروړي ده چې د ایران په تیلو بندیزونه د په اروپایې اتحادیه کښې د اقتصادي لګښتونو د زیاتیدا په باب اندیښنې زیاتي کړي دي .

همدغه راز کارپيژاندو خبرداری ورکړی دی که د ایران په تیلو بندیزونه ولګول شي ، نو د انرژۍ نړیوالې بیې به هم زیاتي شي او تولیدونکې او مصرفوونکې به له ستونزو سره مخ شي .
لویدیځو هیوادونو او د هغوئ په سر کښې امریکا تراوسه د ایران د سوله ایز اتومي پروګرام د بندولو لپاره په ایران یواړخیز بدلونونه لګولي دي چې ماتې یې خوړلي دي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxjdm.w6dtvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته