د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د یوه روغتیایي کلینیک د مسوول وژنه په سختو ټکوکې غندلې ده.
د ې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د اوګل په نوم د یوه روغتیایی کلینیک مسوول ډاکټرحفیظ الله یوه اونۍ مخکې د نا معلومو وسلوالو لخوا و تښتول شو او مړی یې پرون په دې ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د دې ډاکټر د وژلو مسوولیت لا تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د عامې روغتیا وزارت له ټولو خواوو نه غوښتي چې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو فعالیتونو ته درناوی وکړي ځکه هغوی غیرسیاسي او بی پرې خلک دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)