دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 37318
په روسيه کې د جمهوري رياست ټاکنې دوام لري
د یو شمیر رسنیو د راپور له مخې داسې ښکاري، چې وﻻديمير پوتين به بيا په روسيه کې واک تر ﻻسه کړي، ځکه تر اوسه پورې د روسيې تر ټولو ځواکمن چارواکی پاتې شوی.

په روسيه کې د جمهوري رياست د ټاکنو لپاره د رای ورکولو بهير له سهار را هیسې پيل شوی. په دغه ټاکنو کې اوسني لومړي وزير وﻻديمير پوتين او درې تنه نور سيالي کوي.
د یو شمیر رسنیو د راپور له مخې داسې ښکاري، چې وﻻديمير پوتين به بيا په روسيه کې واک تر ﻻسه کړي، ځکه تر اوسه پورې د روسيې تر ټولو ځواکمن چارواکی پاتې شوی.
نوموړی له 2000 ز کال نه تر2008 ز کال پورې دوه ځلې د روسيې د جمهور رييس په توګه دنده تر سره کړې او د قانون له مخې يې درېيم ځل د نوماندۍ حق نه درلود. اوس د لومړي وزير په توګه د يوې دورې له پای ته رسيدو سره بيا غواړي جمهور رييس شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjotet.uqeavz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته