د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې په فرانسه کې د دریو ماشومانو او یوه ښوونکي د وژل کېدو لامل شو.
یو تروریست تېره ورځ سهار د فرانسې په جنوب لویدیځ کې یو یهودي ښوونځي ته ننوت او په ډزو یې پېل وکړ، چې له امله یې د ښوونځي دری ماشومان او یو ښوونکی ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.
د هېواد جمهور رئیس دغه تروریستي برید د بشریت پر ضد عمل وباله، ویې ویل چې په ښوونځي کې د بېګناه او معصومو کوچنیانو وژل د ټول انسانیت پر خلاف یوه ناوړه کړنه ده چې په هېڅ ډول د زغم او بخښلو وړ نه ده.
حامد کرزي زیاته کړه چې له کلونو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زموږ ماشومان له مختلفو خواوو څخه په مختلفو نومونو وژل کېږي چې د افغانستان خلک ددارنګه ملکي تلفاتو درد او غم په تمامه معنی احساسوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په فرانسه کې د ښوونځي دزده کوونکو په وژل کېدو خواشینی شوی دی او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب د قربانیانو کورنیو او د فرانسې خلکو ته وړاندې کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)