د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر افغان دیني عالمانو او سیاستوالو په دې خاطر سخت انتقاد وکړ چې د کابل د حکومت ملاتړ کوي.
الظواهري په یوه صوتي پیغام کې، خپور شو د کرزي د حکومت او ناټو له ملاتړ کوونکو وغوښتل چې له حمایته لاس واخلي.
د ظواهري اډیو یا صوتي پیغام، چې یوولس دقیقې دی، د سخت دریځو ډلو په ویبپاڼو کې خپور شوی دی.
ده د افغانستان د حکومت پلوي سیاستوالو او دیني عالمانو ته په اشارې ویلي: «دوی ږیرې پرې ایښي، لونګۍ پر سروي او دوه مخي سیاستوال تر دوی هم بدتر دي. تر کفارو هم ناوړه دي.»
الظواهري چې د تېرکال په جون میاشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې قومانده په غاړه اخیستې، پر افغانانو ږغ کړی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پرضد له جهاد سره ملګري شي.
د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د تېر کال د مې په میاشت کې د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري د پاکستان د کاکول پوځي اکاډیمۍ ته څېرمه د ایبټ اباد په یوه خوندي سیمه کې ووژل شو.
ویل کېږي چې الظواهري هم غالباً د پاکستان په خاوره کې پټ دی.
ده افغانانو ته ویلي چې یا له هغو کسانو سره په جګړه کې ملګري شي چې د افغانستان د حکومت او ناټو پرضد جنګېږي او یا دې د ده په وینا د غاصبانو توهین ته غاړه کښېږدي.
ظواهري پر هغې ویډیو سخت انتقاد وکړ چې ظاهراً امریکايي پوځیان د طالبانو پرمړو بولي کوي.
ده پر امریکا تور ولګاوه چې په نورو هیوادونو کې د ازادیو او ولسواکۍ نارې وهي خو عملاً یې خپل چلند د دې خلاف دی.
ده په خپل صوتي پیغام کې د کندهار د پېښې یادونه نه ده کړې او له دې داسي ښکاري چې پیغام یې د پنجوايي تر پېښې مخکې ثبت کړی وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)