دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۰۹
د مطلب کود : 38415
حامد کرزي او امام علي رحمن د دوه اړخیزو اړیکو په لاپراختیا ټینګار وکړ
وروسته د هېواد جمهور رئیس حامد کرزي هم د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د تاجکستان جمهور رئیس ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې په تېرو ۱۱ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ژورې شوې اړیکې لاپسې پراخه او پیاوړې شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن ماښام د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې د تاجکستان له جمهور رئیس امام علی رحمن سره وکتل.
په دې کتنه کې امام علی رحمان د افغانستان جمهور رئیس او ورسره راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب یې د افغانستان جمهور رییس ته د نوروز او نوي کال د رارسېدو له امله مبارکي
وویله او هیله یې وکړه چې د سږ کال پسرلی افغانستان ته سوله او ثبات راولي.

همدا راز د تاجکستان جمهور رئیس د دواړو هېوادونو تر منځ ژورو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې تاجکستان هیله لري تر څو له خپل دوست او ورور هېواد افغانستان سره خپلې د ورورګلوۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

وروسته د هېواد جمهور رئیس حامد کرزي هم د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د تاجکستان جمهور رئیس ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې په تېرو ۱۱ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ژورې شوې اړیکې لاپسې پراخه او پیاوړې شي.

د تاجکستان جمهور رییس په افغانستان کې رامنځ ته شویو پرمختګونو ته اشاره وکړه ویې ویل چې په دغه هېواد کې په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ پرمختیاوې رامنځ ته شوي دي.

امام علي رحمان ډاډ ورکړ چې تاجکستان تیار دی تر څو له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته په بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي.

ده هیله وښوده چې په راتلونکي کې د نوروز نړیوال کنفرانس او د جشن مراسم په کابل کې ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې نن به د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې د نوروز د نړیوال کنفرانس مراسم د تاجکستان، افغانستان، پاکستان او ایران د جمهورو رئیسانو په ګډون تر سره شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciw5ap.t1avz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته