له دغوخبرو اترو وروسته د هندوستان لومړې وزیر موهن سنګ د دې ليدنې په اړه وويل موږ غواړو، چې عملا حل لاره دغو پرتو ټولو ستونزو ته ولټوو او دا هغه پيغام دی، چې زه او ولسمشر زرداري يې د وړاندې کولو هيله کووچې ددواړولورواړیکې عادي شي .
د پاکستانولسمشر آصف علی زرداري هم دغه خبرې اترې رغندهوبللي اوویې ویل چې د هند له لومړې وزیر سره يې د ليدنې پر مهال پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړې اواسلام آباد له نوي ډیلي سره ښې اړیکې غواړي
زرداري وویل موږ پر ګردو هغو موضوعاتو خبرې وکړې، چې په کار وه خبرې پرې وشي او هيله لرو، چې ډير ژر د پاکستان په خاوره کې هم موږ سره ووينو
د پاکستانولسمشر وویل د هند وستان لومړې وزیر ورسره دا ومنله، چې پاکستان ته ولاړ شي خو د دې سفر نيټه معلومه نه شوه.هند ته دا د زرداري شخصي يو ورځني سفر دی اودکورنیوچارو،بهرنیوچارو وزیران ، د هغه زوي بلاول بوټواونور پاکستاني چارواکي ملګري دي .
دغه پلاوی له من موهن سینګه سره له کتنې وروسته په اجمیر کښې دخواجه معین الدین چیشتي زیارت ته ولاړه اونن ماښام به بیرته پاکستان ته ستون شي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)