دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 40124
امنیت شورا د کابل «تروریستي» حملې په سختو ټکو وغندلې
د امنیت شورا غړي عدالت ته د دغو ناوړو تروریستي بریدونو د ترسره کوونکو، تنظیموونکو، ملاتړ کوونکو او ترتیبوونکو د کاږلو پر ضرورت ټینګار کوي
تاند -د م.م. امنیت شورا په کابل کې د طالبانو د یکشنبې د ورځې هماهنګې حملې پرون په خورا توندو الفاظو وغندلې.

د کابل د یکشنبې د ورځې حملې، چې ورسره په یووخت په جلال اباد، پل علم او ګردېز کې هم وشوې، په تېرو لسو کلونو کې د طالبانو تر ټولو لویې حملې بلل شوي خو د چارواکو او خبري رسنیو په وینا زیات تلفات په خپله حمله کوونکو ته واوښتل نه افغان او بهرنیو اهدافو ځواکونو ته.
د ملګروملتو د امنیت شورا د پنځلس غړیو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي :«د امنیت شورا غړي عدالت ته د دغو ناوړو تروریستي بریدونو د ترسره کوونکو، تنظیموونکو، ملاتړ کوونکو او ترتیبوونکو د کاږلو پر ضرورت ټینګار کوي.»

دوی همداراز ویلي:«هیڅ ډول تروریستي عمل په افغانستان کې د ولسواکۍ، بیارغونې او د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر، چې د افغانستان د حکومت او ملت او همداراز د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمنه ده، مخه اړولی نه شي.»

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون هم د دوشنبې په یوه اعلامیه کې د کابل او څو ولایتونو«تروریستي» بریدونه په کلکه وغندل، ویې ویل چې د دا ډول تاوتریخوالو زور له عادي افغانانو خیژي او دی له ټولو خواوو غواړي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

د افغان چارواکو په وینا د یکشنبې د ورځې په حملو کې ټولټال ۵۱ تنه ووژل شول چې د هغو په منځ کې ۳۶ تنه وسله وال طالبان، ۱۱ امنیتي ځواکونه او درې ملکیان دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5za5.t1aur26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته