دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 40649
د پنجشیر ولایت پر مرکز راکټي برید شوی
راکټونه د پنجشر له کنډې سیمې نه ویشتل شوي، چې د ولایت مقام ودانۍ ته نږدې لګیدلي دي.
د پنجشیر ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار د دې ولایت پر مرکز د وسله والو مخالفانو له خوا راکټي حمله شوې چې تراوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه لري.

د پنجشير ولایت یوې معتبرې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل؛ چې راکټونه د پنجشر له کنډې سیمې نه ویشتل شوي، چې د ولایت مقام ودانۍ ته نږدې لګیدلي دي.

د دي راکټې بریدنو مسولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
پنجشیر یو له هغو ولایتونو څخه دی چې امنیتي پیښې پکې کمې شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoiny.49nwy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته