دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 42663
د ملی پولیسو ځواکونو ۲۶ تنه ترهګر طالبان ووژل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د نهو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لغمان ، تخار ، کندهار ، هلمند ، لوګر او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۲۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، یو تن ټپی او ۸ تنه یی ژوندي نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ او مهمات چې ۸ میله بیلا بیل ډوله وسلۍ سره د شپږو شاژورنو ، دومیله پیکا ، یو قبضه راکټ اچونکې ، ۵۷۰ ډزه د سپکو وسلو مرمې ، ۱۸ کړی ماینونه ،یو قبضه لاسي بمب، او دوه عرادي موټر سایکلونه دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

دیاد ونې وړ ده چې د ملی پولیسو منسوبینو تېره ورځ ۷ کړۍ بیلابیل ډوله ماینونه چې تازه د طالب ترهګرو له لوري د ننګرهار او ارزګان ولایتونو په مربوطاتو کې ځاي پر ځای شوي وو ، کشف او شنډ کړل .


د جنایی جرمونو پروړاندې مبارزه:
د کابل د۱۰۱آسمایی زون د ملي پولیسو منسوبینو تېره ورځ څلور تنه د غلاکولو ، ټپې کولو او د دولتی ځمکو غصبولو په تړاو دکابل ښار د دویمې پنځمې ، اوومې امنیتی حوزو او د چهار اسیاب ولسوالۍ د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې نیول شوي کسان دم شیبه د ملی پولیسو د څیړنو لاندې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipqa5.t1arq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته