دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 43890
د ټوکیو کنفرانس کډونوال دې خپلې ۳۰ سلنې مرستې افغان مېرمنو ته ځانګړې کړي
د ملي شورا غړو او د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو غوښتنه وکړه؛ چې د توکیو کانفرانس ګډونوال باید د خپلو مرستو دېرش فیصده برخه د افغان ښځو د وضعیت ښه والي ته ځآنګړې کړي.

د ملي شورا غړو او د ښځو د حقونو فعالانو نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته ځینې وړاندیزونه هم وکړل.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون مشرې فوزیه کوفي د خپلو وړاندیزونو یوه برخه داسې ولوسته:

″کومه بودیجه چې افغانستان ته راځي، په هغې کې باید دیرش فیصده د ښځو د بې وزلۍ او بې کارۍ د له منځه وړلو او د دوی اقتصادي ودې ته ځانګړې شي.

موږ له افغان حکومت نه غوښتنه کړې، چې پنځه کلیدي وزارتونو ښځو ته ځانګړي کړي.″

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه هم اندیښنه وښوده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgwba.rhbf9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته