دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 44068
خـــــــــبرونه » سیمه او نړۍ                   د پاکستان سترې محکمې نوي صدراعظم ته هم خبرداری ورکړ
د پاکستان د سترې محکمې د پنځه کسیزې ډلې د مشر قضاوتپوه ناصرالملک له قوله وویل چې د محکمې پر فیصلې د (ښاغلي اشرف) حکومت له لوري اجراات نه کېږي.
تاند - د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد له نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف څخه د سویس چارواکو ته د لیک د نه استولو په خاطر توضیح وغوښته.

د دې قضیې پر سر د پاکستان سترې محکمې د پاکستان مخکینی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني محکمې ته احضار او وروسته د محکمې د حکم د نه اجرا کولو په خاطر د محکمې د سپاږي په تور سلب صلاحیت کړ.

د پاکستان دولتي تلویزیون د پاکستان د سترې محکمې د پنځه کسیزې ډلې د مشر قضاوتپوه ناصرالملک له قوله وویل چې د محکمې پر فیصلې د (ښاغلي اشرف) حکومت له لوري اجراات نه کېږي.

سترې محکمې وویل چې دا قضیه د بیا غور لپاره د جولای تر یوولسمې پوري ځنډوي.

د پاکستان ستره محکمه له صدراعظمه غواړي چې د بېنظیر بوټو د حکومت په مهال د سویس په بانکونو کې د زرداري د ټولو شویو پیسو په اړه د دغه هیواد له چارواکو مالومات واخلي. د پاکستان مخکیني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني محکمې ته ویلي و چې ولسمشر قانوني مصونیت لري او دی نه هغه په اړه د تحقیقاتو غوښتنه نه شي کولی.
داسي ښکاري چې که د پاکستان اوسنی صدراعظم د سترې محکمې حکم پر ځای نه کړي، دی به هم د ګیلاني په برخلیک اخته شي.

په پاکستان کې شنونکي وايي چې د سترې محکمې او ملکي حکومت ترمنځ په روانه شخړه کې پوځ هم لاس لري. پوځ د دې لپاره چې نړیوال شرایط کودتا ته برابر نه دي هڅه کوي چې د سترې محکمې په وسیله د پیپلز ګوند حکومت وپرزوي او پر ځای یې یو موقت ملکي حکومت جوړ کړي.

په پاکستان کې د ملکي حکومت، سترې محکمې او پوځ ترمنځ درې اړخیزه لانجه په داسي حال کې روانه ده چې د دغه هیواد اقتصاد له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

ځینو لوېدیځو شنونکو او تیوریسنانو خبرداری ورکړی چې ممکن پاکستان ټوټې ټوټې شي. دوی وېره لري چې که په پاکستان کې ګډوډي راغله ممکن د دغه هیواد اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ورشي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoyex.uqexmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته