دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 44683
ملي ائتلاف د توکیو نړېوال کنفرانس ته د افغان دولت په طرحې انتقاد وکړ
افغان دولت دې کنفرانس ته د خپلې طرحې په اړه د ملي شورا، مدني ټولنو او اپوزیسیون له ډلو سره مشوره نه ده شوې.
د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون یوې ډلې ملي ائتلاف د توکیو نړېوال کنفرانس ته د افغان دولت په طرحې انتقاد وکړ.

د دې ائتلاف مشر ډاکتر عبدالله نن په کابل کي په یوه خبري کې دا کنفرانس د افغانستان لپاره مهم وباله، خو ویي ویل، چې افغان دولت دې کنفرانس ته د خپلې طرحې په اړه د ملي شورا، مدني ټولنو او اپوزیسیون له ډلو سره مشوره نه ده شوې.

خو افغان حکومت بیا تر دې پخوا ویلي، چي له بېلابېلو اړخونو سره یې د دې طرحي په ترتیب کي مشوره کړې ده.

د توکیو کنفرانس د یکشنبې په ورځ په جاپان کې جوړیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1eq0.2bq048j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته