د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، لومړنۍ څېړنې ښیي، چې د شنبې په ورځ د سمنګان د مرکز په ځان وژونکي بريد کې طالبانو او نورو ډلو لاس درلود.
يوه ځان وژونکي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې چاودنه وکړه، چې د سمنګاني په ګډون يې ٢٣ کسان ووژل.
طالبانو په هغه بريد کې لاس لرل رد کړي وو.
د کورنيو چارو وزير بسم اله خان محمدي پرون په سمنګان کې وويل؛ چې د حکومت له خوا ټاکل شوى هيات لا هم د سمنګان پېښه څېړي او هغه اسناد او شواهد چې ترلاسه شوي څرګندوي؛ چې طالبانو او تروريستانو دغه بريد تنظيم کړى و.
منبع: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)