دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 188407
رضا محمدي به نور د افغانستان لپاره سیالیو ته وردانګي
د بدني ښکلا ملي فدراسیون وايي: د بدني ښکلا اتل احمد رضا محمدي، چی ځو ځله د ایران تر رپي لاندې نړیوالو سیالیو ته وتلی؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې لدی وروسته به د افغانستان تر درې رنګه رپي لاندې خپلې نړیوالې سیالۍ تر سره کوي.

دی، چې له آره افغان دی او له کلونو راپدیخوا په ایران کې ژوند کړی؛ د بدني ښکلا فدراسیون له مسوولینو سره یې په خبرو کې منلې، چې لدی وروسته به د افغانستان د درې رنګه رپي لاندی د بدني ښکلا په بهرنیو سیالیو کې د اهېواد لپاره ننداریز ډګر ته وردانګي.
احمد رضا محمدی پر ۲۰۱۷ کال د آسیا د بدني ښکلا په ننداریزو سیالیو کې د ۱۰۰ کیلو کرام وزن په پورته کولو اتل شو او د سروزرو مدال یې تر غاړې کړ.
 
https://avapress.com/vdcdzj0f5yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته