دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 45690
دکابل له دولت سره دطالبانو خبرې اترې ليرې بریښي
د انګلستان دچارواکو د تاکید یادونه وکړه چې دبهرنیو ځواکونو دوتلو پربنسټ له خپلې غوښتنې څخه د دغې ډلې پرتیریدنې باندې دفشار لپاره د پاکستان دغیرنظامي دولت تاکید دابهام په پرده کې نغښتی دی.
تر لس کلونو ډیر تیرشول چې په هیواد کې نوی نظام فعالیت کوي: پدې موده کې دافغانستان اقتصادي او ټولنیزو ګټود ودې او په افغانستان کې دامنیت دتامین لپاره بې شمیره ناستې وشوې، ددې ډول ناستو وروستۍ ناسته، هغه درې اړخیزه ناسته وه چې دافغانستان، پاکستان او انګلستان ترمنځ په کابل کې جوړه شوې وه.

دهیوادسیاسي کارپوه وحید مژده دې ناستې ته په اشارې سره زمونږ را پورتر ته وویل :

برتانیا دپاکستان ډیر نژدې دوست دی او افغانستان ته د دواړو هیوادو دلمړیو وزیرانو سفر، واردمخه همغږی شوی سفرؤ.

دښاغلي مژده په وینا دطالبانو له نظره د افغانستان قضیه دوه کورني او بهرني اړخونه لري دا ډله په لمړی پړواکی دهغی بهرني اړخ دحل غوښتونکی ده چې هغه له آفغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل دي. هغه په افغانستان کې وسولې او امنیت دتامین لپاره دپاکستان دغیر نظامي دولت پررول

د انګلستان دچارواکو د تاکید یادونه وکړه چې دبهرنیو ځواکونو دوتلو پربنسټ له خپلې غوښتنې څخه د دغې ډلې پرتیریدنې باندې دفشار لپاره د پاکستان دغیرنظامي دولت تاکید دابهام په پرده کې نغښتی دی.

مژده باور لري چې دکابل له دولت سره دخبرو اترومنل دطالبانو له لوري هم لیرې بریښي ځکه چی دپاکستان واکمنو دکابل په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې داسلام آباد پررول یوازې دآسان چاري (تسهیل کوونکي) په توګه تاکید درلود.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg0ba.rhbs9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته