دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 57406
ایساف: د وسلوالو طالبانو یو مهم مشر مو په بغلان کې نیول شوی دی
ایساف وایي، چې د وسلوالو طالبانو یو مهم مشر یي په بغلان کې نیولې دی.

د ایساف مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي چې دغه طالب مشر چاودیدونکي دستګاوې فعالولې او وسلوالو ته يي ماینونه او انفجاري مواد برابرول.

همدارنګه ایساف په کندهار،لوګر او هلمند ولایتونو کې د یو شمېر نورو وسلوالو د نیولو خبر هم ورکوي.

د دوي په وینا چې په دغو وسلوالو کې د حقاني شبکې یو غړی هم شامل دی.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmxei.uqeayz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته