دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 59083
کرزي امریکايي چارواکي ته وویل: بهرنیان دې په انتخاباتو کې مداخله نه کوي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له رييس رابرت باب مندیز سره په کتنه کې یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې بهرنیان دې د افغانستان په انتخاباتو کې مداخله نه کوي.

د ولسمشر کرزي له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: کرزي وویل چې د افغانستان حکومت کلکه اراده لري چې ازاد، شفاف، عادلانه او د بهرنیانو له لاسوهنې پاک انتخابات ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل په اوولسمه (۲۰۱۴ پنځمه) د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي. دا هغه وخت دی چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي.
کرزي د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر سره د کابل- واشنګټن د ستراتیژیکو همکاریو، امنیتي موافقې، د افغانستان د سولې د بهیر، له فساد سره د مبارزې او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د تدابیرو په باب خبرې وکړې.
کرزي په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې جدي او صادقانه همکاري ضروري وبلله. ده د جګپوړو دولتي چارواکو له خپلوانو سره د قراردادونو کول په افغانستان کې د اداري فساد اصلي علت وباله او له امریکا یې وغوښتل چې له هغه چا سره قرارداد ونه کړي چې خپلوان یې په دولت کې لویې چوکۍ لري.
ده د جګپوړو چارواکو خپلوانو ته د قرادادونو ورکړه د افغانستان د حکومت او دولت د کمزورتیا سبب وبلله، ویې ویل:«د دې کار دوام له فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان د حکومت هلې ځلې له سختو ستونزو سره مخامخوي.»
د افغانستان ولسمشر له وسله والو مخالفانو سره د سولې د بهیر په اړه وویل: «د سولې بهیر د افغانمستان لپاره خورا مهم دی او د هغه د بریالیتوب لپاره د پاکستان، امریکا او نورو هیوادونو ریښتونې همکاري پکار ده.»
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس رابرت باب منندیز افغانستان د امریکا لپاره مهم وباله، ویې ویل:په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو بریالۍ خبرو وښودله چې امریکا افغانستان یوازې نه پرېږدي.
https://avapress.com/vdcc1xqp.2bqo48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته