دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 64046
په تورخم کې زرګونو مسافرین د دروازې د خلاصیدو په انتظار دي
پاکستاني ځواکونو د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د تورخم دروازه د مسافرینو پرمخ وتړله، چې له امله يي د کوما په حالت کې څلور تنو ناروغانو ساه ورکړه.
په تورخم کې افغان کمیسار هدایت الله اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه لاره له سهاره د مسافرو پرمخ بنده شوې، د اوریا په خبره دوی هڅې کوي، خو هاغه غاړه هیڅ خبرو ته نه حاضریږي او د دروازې دواړو لورو ته په زیاته اندازه مسافرین ولاړ دي.

نوموړی وايي،چې دا ستونزه يي له مرکز سره هم شریکه کړې ده: « هاغې غاړې ته مو څو ځلې احوال ورکړ،چې خبرو ته کښیني او لاره خلاصه کړي خو هیڅ خبرو ته نه حاضریږي او مرکز ته مو هم شفر ورکړی دی او خلک د دروازې دواړو غاړو ته په انتظار کې دي،چې دا لاره خلاصه کړي».

بل خوا په تورخم کې بند پاتې مسافر،چې ډيره برخه يي ناروغان،زنانه او ماشومان دي وايي،چې ټوله ورځ يي په تورخم کې تیره کړه او نه پوهیږي،چې خپل غږ چاته ورسوي.

دغه مسافرین وايي، چې دا لومړنی او وروستی ځل نه دی،چې دوی له داسې ستونزو سره مخ کېږي بس هره کله،چې د پاکستاني چارواکو زړه وشي نو د افغانانو ځورونې لپاره يي بهانې ډيرې دي.

دغه مسافرین پر افغان دولت غږ کوي،چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې افغان غږ خبری آژانسرې کړي او په دې برخه کې دې بې غوره نه پاتې کېږي: « زه له کابله راغلې یمه ناروغه یم اوس دا دروازه دې خلاصه کړي موږ دلته ځای نه لرو او بیرته کابل ته هم نشو تلی موږ مریضان یو نو څه وکړو دلته په تمه ناست یو.
دغه مسافرین ګوری زیاتره يي ناروغان دي زه خپله ناروغ یم او بل دوه کوره یم یو په کابل او بل په پيښور کې اوسیږم نو موږ څه وکړو یا دې بیخې دا دروازه بنده کړي او یادې خلاصه کړي،هسې خلک ولې له مشکل سره مخ کې»
پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم څو وارې د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ تړلې وه،چې کله خلاصه او کله بنده کړي،خو افغان چارواکو ددې ستونزې د حل په برخه کې له پاکستاني چارواکو سره کومې څرګندې پریکړې ته نه دی رسیدلی،چې دغه ستونزه د تل لپاره افغان غږ خبری آژانسره کړي.
د مسافرینو په خبره د تورخم دروازه پاکستاني ملیشو لپاره یوه اقتصادي لاره ده،چې زړه يي شي کله په بشپړه توګه بنده او کله د غیرې قانوني مسافرینو پرمخ بنده کړي،چې بیا په ښکاره توګه د پیسو په بدل کېږي ورته اجازه ورکوي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د داځل دروازې د بندیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vn-.23nkkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته