دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 64748
ملي امنیت یو کس نیولی، چې پر ډاکټر عبدالله عبدالله یې د حملې پلان درلود
د ملي امنیت ریاست وایې، یو کس یې نیولی دی چې د ملي ایتلاف پر مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یې د حملې پلان درلود.
د دې ریاست مطبوعاتي دفتر وایې، د نظیف الله په نامه نیول شوی کس د کوټې د شورا له خوا موظف شوی وو، څو د ملي ایتلاف پر مشر انتحاري حمله وکړي.
یاد کس هم دا منلې ده، چې غوښتل یې پر ډاکټر عبدالله او یا هم د ملي جبهې پر مشر احمد ضیا مسعود حمله وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7u93.ak9tt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته