دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 68177
د جنرال دوستم شخصي ملیشو د جوزجان والي په کور باندې حمله کړې
چارواکي وايي، نن غرمه مهال د جوزجان د والي پر کور د جنرال دوستم د شخصي ملیشو له خوا وسله واله حمله و شوه چې ورسره د والي د ساتونکو او حمله کونکو تر منځ نښته را منځ ته شوه.
د جوزجان والي محمد عالم ساعي خبریالانو ته وویل؛ چې د دې حملې علت تر اوسه نه دی څرګند، خو په وینا یې، په ځوابي ډزو کې یو شمېر حمله کوونکي ټپیان شوي دي.
ښاغلي ساعي زیاته کړه، چې په ورته وخت کې د جنرال دوستم شخصي ملیشو د ملي امنیت پر ریاست هم حمله کړې.
چارواکي وایي، اوس مهال د ملي اردو ځواکونه په ښار کې ځای پر ځای شوي؛ څو امنیت خوندي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq93.ak97u4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته