دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 69083
جیمز ډابینز: د سولې د هڅو سربیره به په افغانستان کې شخړې دوام وکړي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي خبرداری ورکړ، چې د سولې د هڅو سربیره به په افغانستان کې شخړې دوام وکړي.
جیمز ډابینز له هنده د لیدنې پر مهال نن خبریالانو ته په نوي ډیلي کې د سولې په اړه وویل:
"هیڅوک نه پوهیږي چې دا بهیر به څرنګه وړاندې درومي، خو په باور سره ویلای شم چې؛ داسې نتیجه به دستي ورنه کړي چې شخړې راکمې شي او په بریالیتوب د سولې لور ته روان شو"
ډوبینز زیاته کړه، چې طالبان به بریدونه کوي، څو خپل دریځ پیاوړی کړي.
روانه اونۍ د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د طالبانو له استازیو سره په قطر کې د خبرو ملاتړ وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsz09.yt0nj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته