دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 69759
سیاسي مرستیال په اروپایي ټولنه کې د سویل او سویل ختیځې آسیا د څانګې له رئیس سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي ارشاد احمدي نن مازدیګر د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې په اروپایي ټولنه کې د سویل او سویل ختیځې آسیا د څانګې له رئیس ښاغلي اوګو استونو سره وکتل.
د صدای افغان آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، دواړو لوریو د لیوالتیا وړ پراخو موضوعګانو لکه افغان ځواکونو ته د بشپړ امنیتي مسوولیت د لیږد، په ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټول ټاکنو له لارې د سیاسي قدرت د لیږد، د دولت له مخالفینو سره د مذاکرې په موخه د سولې بهیر د فعالیتونو د تداوم او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا په اړه مفصلې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي احمدي په راتلونکي کال کې د ترسره کیدونکو جمهوري ریاست ټول ټاکنو په برخه کې د افغان دولت د مسوولیتونو په اړه څرګنده کړه، د سالمو، شفافو او پراخ بنسټه ټول ټاکنو په ترسره کولو سره د قدرت سیاسي لیږد په بریالیتونوب سره بشپړولو ته هیله من یو. د نړیوالې ټولنې ملاتړ او مرستې د افغانستان د ټیکاو، پرمختګ او روښانه راتلونکي بنسټیز لاملونه دي او دا زمونږ مکلفیت دی چې له نړیوالې ټولنې سره د دغه مشارکت د اوږدمهالتوب او عملي بڼو ته جدي پاملرنه وکړو.
ښاغلي استونو د تیرو دولسونو کلونو په اوږدو کې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د افغانستان د دولت او خلکو په لاسته راوړنو باندې خوښي وښوده، افغان دولت او خلکو ته یې د اروپایي ټولنې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي استونو او ورسره مل پلاوې د ټوکیو کنفرانس د ګډې حساب ورکوونې چوکاټ د لوړ پوړو کاروکوونکو غونډه کې چې سبا په کابل کې ترسره کیږي، د ګډون په موخه افغانستان ته راغلي دي.

https://avapress.com/vdcdn509.yt0nk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته