دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 71929
هند له افغانستان سره سل میلونه ډالر مرسته کوي
د هندوستان دولت اعلان وکړ چې له افغانستان سره به د پراختیايي پروژو د عملي کولو لپاره په راتلونکو څلورو کلونو کې سل میلونه ډالره مرسته وکړي.
په کابل کې د دغه هېواد سفیر امر سینها پرون / دوشنبه / وویل چې له دغې مرستې څخه موخه په افغانستان کې بیارغونه وشي او په اقتصادي حالت کې ښه والی راشي.
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي چې له مرسته شویو پیسو څخه به یې ۱۴.۳ میلونه ډالره د تړون له لاسلیکولو سره سم افغان حکومت ته وسپارل شي او پاته نوري به هم د څلورو کلونو په موده کې د هندوستان له خوا افغان لوري ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه چې پدغه پیسو به د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ۱۵ تعلیمي، ۱۶ روغتیايي، ۲۱ د کلیو پراختیا، ۶ کرنیزي او دوي هم د کار او ټولنیزي پرمختیا پروژې عملي شي.
هند له افغانستان سره پداسي حال کې د ۱۰۰ ملیونه ډالرو د مرستې اعلان کوي چې یواځي درې ورځي وړاندي په ننګرهار کې د دغه هیواد پر قونسلګري ډله ییز ځانمرګي بریدونه وشول چې پکې د قونسلګري کارکوونکو ته زیان ندی رسیدلی خو نهه افغان ماشومان یې ووژل تر شلو زیات ملکیان پکې ټپیان شول.
له برید وروسته افغان او هندي چارواکو وویل چې دا ډول بریدونه به له افغانستان سره د هندو پر اړیکو او مرستو بده اغیزه ونکړي
https://avapress.com/vdcf11de.w6dy0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته