دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 72403
د کرزي له لوري د سیاف د نومونې اوازې
تاند- په کابل کې د عبد الله د ملي ايتلاف له لوري اوازه خپره شوې چې په ارګ کې په یوه غونډه کې، چې عبدالرب رسول سیاف، مارشال فهیم،عطا محمد نور او محمد اسماعیل خان پکې ګډون کړی و، ولسمشر کرزي غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې د ولسمشري د کاندید په توګه د عبدالرب رسول سیاف ملاتړ وشي.
ښاغلی سیاف، چې یو وخت د اسلامي اتحاد تنظیم مشر و، اوس د اسلامي دعوت ګوند مشري کوي. ده هم د ډېرو نورو په شان د خپل ګوند نوم بدل کړی دی.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف غړي او ویندوی فاضل سانچارکي وویل، ښاغلي کرزي د غونډې له برخوالو وغوښتل چې په راروانو ولسمشریزو انتخاباتو کې د عبدالرب رسول سیاف ملاتړ وکړي. ټولو برخوالو د کرزي له غوښتنې سره موافقه وکړه خو یوازې د بلخ والي عطا محمد نور مخالفت څرګند کړ.
ښاغلي سانچارکي همداراز وویل:«زموږ له مالوماتو سره سم، تېره اوونۍ د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په غونډه کې حامد کرزي د غونډې له برخوالو وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د سیاف ملاتړ وکړي. ټولو یې ملاتړ څرګند کړ خو یوازې عطا محمد نور ورسره مخالفت وکړ.»
په همدې حال کې د سیاف په مشرۍ د دعوت ګوند یوه غړي داوود کلکاني د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د غونډې جوړېدا تایید کړه. خو ده تاکید وکاوه چې په دې غونډه کې په دې اړه خبرې نه دي شوي چې استاد سیاف دې د ولسمشرۍ د راتلونکې دورې کاندید وي.
ده وویل چې ښاغلي سیاف یوازې د راتلونکو انتخاباتو د څېړلو لپاره د یوې غونډې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
ده زیاته کړه:«دا خبره تاییدوم چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې غونډه جوړه شوې وه، خو له دې خبرې سره موافق نه یم چې په هغې کې ولسمشر کرزي استاد سیاف د راتلونکو انتخاباتو د کاندید په توګه معرفي کړی. په غونډه کې سیاف په کابل کې د لویې جرګې په اړه خبرې وکړې.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdso05.yt0xz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته