دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 73458
انجنیر رحمت الله نبیل د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه وټاکل شو
د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي د حکم په اساس انجنیر رحمت الله نبیل د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په حکم کې راغلي دي: " د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې له مخې او د ملي امنیت د لوی ریاست د اړوندو چارو د پرمخ بیولو لپاره د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه د محترم انجنیر رحمت الله نبیل ټاکنه منظوره ده. "
همدا راز په حکم کې د ملي امنیت د لوی ریاست د نوي سرپرست لپاره په خپلو اړوندو چارو کې د لوی خدای له دربار څخه د کامیابۍ هیله شوې ده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceve8f.jh8xni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته