دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 74197
د پاکستان نوی ولسمشر "ممنون حسین" پرون لوړه کوي

د پاکستان نوي ولسمشر پرون لوړه کوي. ټاکل شوې چې ممنون حسین په اسلام آباد کې د ولسمشر په رسمي استوګنځي کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړي.
آصف علي زرداري به چې پرون یې د کار دوره پای ته ورسېده، د پاکستان لومړنی منتخب ولسمشر وي چې خپله د کار پنځه کلنه دوره یې بشپړه کړه.
زرداري په ۲۰۰۷ کال کې د خپلې مېرمنې بېنظیر بوټو له ترور وروسته د قدرت په ډګر کې راڅرګند شو.
د پاکستان پارلمان په تېره جولای میاشت کې ممنون حسین د هېواد د ولسمشر په توګه غوره کړ. حسین چې د ټوکرو کاروبار کوي، د مسلم لیګ نواز ګوند پخوانی غړی او په ۱۹۹۹ کال د څو میاشتو لپاره د سند والي و، خو د ده په اړه ویل کېږي چې د شخصي قدرت بنسټ نلري او د سیاست په ډګر کې کوم مخکښ شخصیت نه دی پاتې شوی.

سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfeyde.w6dj1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته