دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 75128
فوزي: د ملابرادر د د اوسېدو د ځای په اړه به له پاکستان سره خبرې وشي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې؛ د طالبانو د یوه خوشې شوي مشر ملا عبدالغني برادر د راتلونکې پروګرام او د اوسیدو د ځای په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وشي.
د دې شورا د نړیوالو اړیکو د کمیټې مشر حبیب الله فوزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د سولې شورا ترجیح ورکوي، چې ملابرادر یو درېیم هیواد ته واستول شي، تر څو هلته له فشار پرته د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
د ښاغلي فوزي په وینا، دوی ته د پاکستان په زندان کې د ملا برادر د ناروغی په اړه هم ځیني راپورونه رسیدلي؛ خو نه پوهیږي چې ناروغي یې څومره جدي ده.
پاکستان تیره ورځ ملا برادر خوشې کړ. نوموړی په دوه زرو لسم کال کې په کراچۍ ښار کې نیول شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6n0.49nmu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته