دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 75925
حزب اسلامي د ارغندیوال او عبدالله موافقه د دوی شخصي معامله وبلله

تاند- د حزب اسلامي یوه جګپوړي غړي د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ پر سر له اسلامي جمعیت سره د عبدالهادي ارغندیوال انتخاباتي موافقه د نوموړي شخصي کار وباله، ویې ویل چې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د دې ايتلاف مخالف دی.
د دوشنبې په ورځ عبدالهادي ارغندیوال د اسلامي جمعیت ګوند د سرپرست صلاح الدین رباني په کور کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې پراساس یې انجنیر محمد خان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال نومول کېږي.
عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته لاړ او رسماً یې ځان کاندید کړ. عبدالله محمد خان د لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړل.
محمد خان د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی خو په ګوند کې چندان موقعیت نه لري. ویل کېږي چې عبداله نوموړی د دې لپاره غوره بللی چې په لویو پرېکړو کې به خوله نه شي پرانستلی.
دواړو خواوو دا موافقه د اسلامي حزب او اسلامي جمعیت ترمنځ اعلان کړې ده خو د حکمتیار زوم او د اسلامي حزب چګپوړي غړي غیرت بهیر بي بي سي پښتو ته په مرکه کې وویل چې ګوند یې د ډاکتر عبدالله او عبدالهادي ارغندیوال د موافقې مخالف دی.
ده وویل دا موافقه د هغو کسانو له خوا شوې چې په «حزب» کې ملاتړ نه لري.
غیرت دا هم وویل چې ګوند یې هیڅکله د داسي یوه ايتلاف برخه کېدای نه شي.
بهیر په عین حال کې عبدالهادي ارغندیوال، محمد خان او قطب الدین هلال له حزبه وتلي کسان ونه بلل خو د دوی کار یې د حزب له شان او حیثیته لېري وباله.
قطب الدین هلال هم ویلي چې د خپلواک کاندید په توګه به ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړي او د بریالیتوب په صورت کې به هغه پروګرامونه عملي کړي چې د اسلامي حزب مشر یې غوښتونکی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcft1de.w6dt0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته