دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 77638
د تخنيکي او مسلکي زده کړو دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت له خوا د هیواد د تخنيکي او مسلکي ښوونځیو او انستیتیونو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې د ټول هیواد د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو او انستیتیونو د ښوونکو او زده کوونکو په لاس او هڅو جوړ شوي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي محمد اصف ننګ د دې نندارتون ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلي تر څنګ وویل د دې نندارتون موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو تشهير، تشويق او ترويج، د همدې تعليماتو د کيفي ودې ارزونه او جاج په ملي او بين المللي کچه د تخنيکي او مسلکي زده کړو اهميت ته پام را اړول دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې نندارتون هدف همدرانګه د تخنيکي او مسلکي انستيتوتونو، هنري اثارو، تخليق گريو، توليداتو او ابتکاري کارناموښکاره کول، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د موسساتو او خصوصي سکتور ترمنځ د کاري او علمي رابطې ايجادول، د کار او انکشاف له مارکيټ سره د همدې تعليماتو عيارول او د کار د مارکيټ له نيازمنديو سره سم، د همدې تعليماتو هماهنگ کول دي. ښاغلي ننګ دا هم وویل چې نندارتون به د تخنيکي او مسلکي زده کړو د فارغينو لپاره د کارموندنې زمينه برابره او مارکيټ ته هغوى معرفي کړي دا به همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د استادانو او محصلانو د ابتکارونو په ځلولو او په هيواد کې د حرفو او مسلکونو په علمي کولو کې مرسته وکړي، چې کيفيت او اغېز يې تر پخوا ډېرېږي.
ښاغلي ننګ د هیواد په ابادۍ کې د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو رول مهم وباله او ویې ویل چې د پوهنې وزارت پخپلو پلانونو کې دې برخې ته لا ډېره توجه کړې او په راتلونکې کې به په دې برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.
دغه ملي نندارتون چې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معینیت په نوښت، د المان د اقتصادي همکاریو د مؤسسې GIZ او PIN په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، درې ورځې به دوام ولري چې پکې، د هيواد له ٣٤ ولايتونو څخه شاوخوا ۶۰ تخنیکي او مسلکي ښوونځیو او انستیتیوتونو له خوا د زراعت او مالدارۍ، تخنیک، حرفې، آرت او هنر، صنعت،اقتصاد، ساختمان او انجنیري په برخو کې آثار او تولیدات نمایش ته وړاندې شوي.
تاسو هم کولای شئ په دې نندارتون کې ګډون وکړئ:

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivqay.t1ayp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته