دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 78054
"د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو مالي سرچینې باید معلومي شي"

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیټې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي، چې د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو مالي سرچینې معلومي کړي.
دې کمیټې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل؛ باید ډاډ تر لاسه شي چې، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو کاندیدان غیر قانوني مبارزې ونه کړي.
یادي کمیټې دغه راز د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتي چې؛ د یاد کمیسیون یو شمېر کارکونکو ته له تقلب څخه د مخنیوی په برخه کې روزنه ورکړل شي.
ټاکل شوې ده، د جمهوري ریاست کاندیدان تر راتلونکو څه کم دوو میاشتو پورې خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبی اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbagbz.rhbwsp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته