دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 78584
د کرومایټ ډبرو قاچاق اوس درېدلی
د کنړ ولایت والی وایی، د کرومایټ ډبرو قاچاق اوس دریدلې اوس څوک ددغه ډبرو قاچاق نکوی.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د افغانستان د څار موسسې پخپل يوه رپورټ کې ويلي، چې د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کرومايټ د ډبرو ناقانونه راسپړلو او قاچاق کې ځايي پوليس لاس لري.
رپورټ وايي، له دغې لارې يوه اندازه پيسې د ځايي وسله والو ډلو جيبونو ته ورځي، او دغه سيمه له همدې امله نا ارامه ساتل شوې.
په کونړ کې زموږ همکار نعمت الله کریاب پخپل راپور کې کاږي، د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي، څه موده وړاندې پولې ته له ورڅېرمه سيمو دغه ډبرې په پټه په خرو او کچرو وړل کېدې، خو وايي د ځايي خلکو له پرېکړې وروسته اوس د کرومايټو قاچاق درېدلى.
د کونړ والي بي بي سي ته وویل، تازه تازه د کانونو وزارت له يوه افغان شرکت سره هوکړه کړې، چې له مخې به يې سل زره ټنه کرومايټ په قانوني ډول رايستل کېږي.
ښاغلى جلاله وايي، له شرکت سره د شوې پرېکړې له مخې به شرکت په يوسل پنځه ديرش ډالر يو ټن د کرو مايټو ډبرې رانيسي او حکومت ته به په هر ټن کې پنځلس سلنه ماليه ورکوي.
د کونړ والي وايي ددغې پريکړې له مخې اوس د کرومايټو راويستل قانونې کيږي او ځايي خلکو ته به دډوډۍ ګټلو يوه لار هم برابر شي.
دا لا تر اوسه نه ده روښانه چې په خاص کونړ کې به د کرومايټو څومره زيرمې وي، خو اټکل کېږي، چې پر دغه قرارداد سربېره لسګونه زره ټنه نورې ډبرې هم شته.
د افغانستان د څار موسسې يوه اندېښنه دا ده، چې ګني د کرومايټو له ډبرو په لاس ته راغلو پيسو کې څه برخه وسله والو ته هم ور رسي.
د کونړ والي دغه اندېښنې نه مني او وايي اوس ولسې خلک دغه ډبرې پخپله پلوري نو له شک پرته به وسله والو ته ګټه ونه رسي.
د کونړ والي وايي، يوازې ځايي خلکو ته دډبرو د راويستلو او د کار په بدل کې يوه اندازه پيسې ورکړل کيږي نه د کانونو د ملکيت پر سر.
ښاغلى جلاله وايي ګڼ خلک به د څه مودې لپاره په کار شي، هغه وايي ځکه يې خلکو ته د سپړلو چارې ورسپارل شوي چې له دغې لارې يو څه ترلاسه کړي.
نوموړی دا اندېښنې چې ګوندې له شوي قرارداده به ډېرې ډبرې راوويستل شي او په پټه به په نورو وپلورل شي نه مني، دليل يې دا وايي چې ددغو ډبرو وړل اسانه نه دي او هر څوک يې نه رانيسي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxiea.uqeooz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته