دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 79086
د افغانستان خارجه وزارت: ایران له افغانستان سره خپلو اړیکو ته خاص اهمیت ورکوي.

د افغانستان خارجه وزارت اعلان وکړ ایران له افغانستان سره خپلو اړیکو ته خاص اهمیت ورکوي.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د افغانستان د خارجه وزارت ویندویي پرون په کابل کې له خبریالانو سره په خبري کانفرنس کې افغانستان ته د ایران په خارجه وزارت کې د اسیا او اقیانوسیې د سیمې د مرستیال محمد ابراهیم رحیم پور سفر د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو او پّ ایران کې د افغانستان د مقام د اهمیت نښه وبلله .
جانان موسي زي زیاته کړه . د ایران د خارجه وزارت مرستیال کابل ته په سفر کې له افغان مقاماتو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو، د سیمه ایزې پراختیا ، دلویې جرګې د جوړیدو، د ولسمشرئ او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو او د چابهار بندر له لارې د دواړو هیوادونو د تجارتي اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه .
موسی زي همداراز وویل : د افغانستان او امریکا تر مینځ د امنيتي تړون د جاج لپاره مشورتي لویه جرګه به دزیارت په ورځ په کابل کې ترسره شي او د افغانستان د خلکو استازي به خپل نظرونه دولت ته وړاندې کړي. د ه وویل چې له دې جرګې ورسته به پارلیمان په دې اړه خپل نظر ورکړي.
د افغانستان د خارجه وزارت ویندویی یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه له پاکستان او امریکا غواړو چې په دې برخه کې صادقانه ملګرتیاوې ولري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-vnq.23nw6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته