دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 79791
په میدان وردګو ولایت کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه شکمن نور ژوندي ونیول شول .
د میدان وردګو ولایت په نرخ او جغتو ولسوالیو کې تېره شپه د هوایي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول،دوه شکمن کسان ژوندي نیول شوي او همدا راز یو فیر مزائیل لمنځه یوړل شو.
د جغتو ولسوالۍ په لالکي سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم د نومول شوي ولسوال قاري نورالرحمن دوه نږدې ملګري هر یو شفیق او بخت جمال ووژل شول .
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه شکمن کسان محمدشاه او تورګل ژوندي نیولي،چې دا مهال تر څېړنې لاندي دي.
په همدې حال کې د کورنیو ځواکونو له لورې تېره شپه په یاده سیمه کې د تخریبي اعمالو په موخه ځای پرځای شوی مزائیل کشف او پرته له کوم زیانه لمنځه یوړو .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca60n0.49noo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته