دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 80875
چارواکي: امنیتي ځواکونو هغه میرمن ژغورلې چې طالبانو سنګساروله
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو هغه میرمن ژغورلې ده چې طالبانو غوښتل د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې سنګسار کړي.
د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل، چې دا ښځه په سیمه کې د طالبانو د یوه کمیسیون له خوا د نامشروع اړیکو په درلودلو تورنه شوې وه.
هغه وویل طالبانو غوښتل چې؛ دا ښځه سنګسار کړي خو امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړه او دا ښځه یې وژغورله.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
درې کاله مخکې هم په همدې سیمه کې یو هلک او یوه نجلۍ د طالبانو لخوا په یوې ورته پيښه کې سنګسار شوي وو.
https://avapress.com/vdcftcdc.w6dxeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته