دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 81232
د پاکستان یوې محکمې پرویز مشرف د ستر خیانت په تور احضار کړ

د پاکستان یوې خاصې محکمې پخوانی جمهور رییس "پرویز مشرف" د ستر خیانت په تور احضار کړ.
د حکومتي څارنوالانو د ډلې مشر "اکرم شیخګ د جمعې په ورځ وویل؛ مشرف ته امر شوی چې، د محاکمې د پیل په مقصد باید د ډسمبر په ۲۴ مه محکمې ته حاضر شي.
که چېرې مجرم وپيژندل شي، په عمري بند او یا اعدام ممکن محکوم شي.
مشرف په ۲۰۰۷م کال کې په پاکستان کې د اضطراري حالت د اعلان په دوسیه کې راګیر دی.
مشرف په پاکستان کې لومړنی پوځي مشر دی چې؛ محاکمه کیږي.
مشرف دغه راز د ۲۰۰۷ کال ډسمبر میاشت کې د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو د قتل په ګډون په یو شمېر نورو تورونو هم تورن دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdxx0j.yt0fs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته